د کندز ولایت له چاردرې ولسوالۍڅخه ترلاسه شوی خبر وایي،چې تېره ورځ د خونکارو اربکیانو په لاس یو تن مظلوم بزګر په شهادت رسېدلی.
د سیمې خلک وایي،دا بزګر په خپله کرونده کې پر کار لګیا و، چې اربکیانو ورته راغلي او تر وهلو-ډبولو وروسته یې ځای پر ځای شهید کړی.
د کندز د په اصطلاح امنیې قومندانۍ ویاند سرور حسیني هم د پېښي پخلی کړی.
خلک دا هم وايي ،چې په سېمه کې د اربکیانو ظلم او وحشت تر سپږمو ور وستلي. ددوی په وینا دا لومړی ځل نه دی چې د دوی یو بې ګناه،بې وسه او بې وزله بزدور شهید کېږي. بلکي ددوی ډېر مخور ،علماء او مخکښ سپین روبي د شریرو اربکیانو په لاس بې عزته شوي او وژل شوي.
د یادونې وړ ده چې په شمال کې د نورو سېمو په پرتله د کندز خلک د اربکي ملېشو له رنځه سخت کړیږي او وخت ناوخت ترې د خلکو غوغا راپورته کېږي. په دې لړ کې څه موده وړاندې اربکیانو په دشت ارچې ولسوالۍ کې هم دوه بزګران په دې جرم په شهادت ورسول؛چي عشر یې نه ورکاوه.
افغانستان